ډېر لوستل شوي

عراقچي: له پوتین سره به د ګډو ګواښونو پر وړاندې مهمې خبرې وکړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سيد عباس عراقچي ویلي، ټاکل شوې نن د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د یو لړ مهمو موضوعاتو په تړاو خبرې وکړي.

 نوموړي دغه لیدنه “جدي او مهمه” بللې او زیاته کړې یې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به پر ګډو امنیتي ګواښونو او سیمه‌ییزو ستونزو بحث وشي.

دا په داسې مهال ده، چې روسیې پر ایران د امریکا وروستی برید سخت غندلی او د ملګرو ملتونو امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې يې د امریکا او اسرائيلو کړنې د نړېوالو اصولو ښکاره سرغړونې بللې دي.

اړوند خبرونه