د فاریاب مسوولینو د یاد ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله د دریو کسانو د مړینې او یو بل د ټپيکېدو خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي چې لومړي پېښه د دوو موټرو د ټکر له امله شوې چې دوه کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې دویمه پېښه نن له غرمې وروسته د میمنې – اندخوی په لاره د دوو موټرو د ټکر له امله شوې ده.
د مسوولینو په وینا چې په دویمه پېښه کې دوو کسانو ژوند بایللی دی.
له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.
بلخوا د اسلامي امارت مسوولینو بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط وکړي او د مسافرو ژوند وژغوري.