نړیوالو رسنیو د امریکا کالیفرنیا ایالت په «لسآنجلس» ښار کې پر ایران د امریکا د بریدونو پر ضد د لسګونه کسانو د لاریون خبر ورکړی.
د رویټرز خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې په لسآنجلس کې دا لاریون په ځایي وخت د یکشنبې په ورځ شوی، او لاریونوالو د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا له بریدونو سره مخالفت ښودلی دی.
د راپورونو له مخې چې په دغو لاریونوالو کې ایرانيالاصله امریکایانو هم ګډون کړی او ویلي یې دي چې دوی پر ایران د امریکا له بریدونو او د ایران – اسرائیل په جګړه کې د امریکا له ښکېلتیا سره مخالف دي.
تر دې مخکې پر ایران د امریکا له برید وروسته یو شمېر لوړپوړو امریکایي چارواکو هم غبرګون ښودلی و او پر ایران یې د امریکا پر بریدونو اندېښنه ښودلې وه.
یو شمېر امریکايي چارواکو د نوم نهښودلو په شرط رسنیو ته ویلي وو چې ډونالډ ټرمپ دا برید د امریکا د کانګرس له اجازې پرته کړی دی.
د ویلو ده چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونو د ګڼو هېوادونو غبرګونونه راوپارول او د تهران – تلابیب په جګړه کې یې د امریکا مستقیمه ښکلېتیا وغندله.