د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د “تروث سوشال” په ټولنیزه شبکه کې ادعا کړې چې پوځ یې د ایران په ټولو اټومي سایټونو “لوی او پراخ” زیانونه وارد کړي. هغه لیکلي: ” تباهي، تر ټولو دقیق تعبیر دی.”
د امریکا ملي راډیو” انپیآر” په يوه راپور کې د پوځي شنونکي په حواله ويلي، چې د فردو په ګډون ځینو مهمو تأسیساتو ته ډېر پراخ زیان نهدی رسیدلی.
نړيوالو رسنيو د دوو بېلو شنونکو له قوله ليکلي: “که دا برید دلته ختم شي؛ نو باید وویل شي چې عملیات نیمګړی و.” بل کارپوه هم ویلي، لا هم معلومه نه ده چې ایران اورانیم او سانتريفیوژونه له سایټونو ایستلي دي که نه.
د يادونې وړ ده، د ملکي ماهوارهيي د انځورونو پر بنسټ، داسې ښکاري چې د ایران د امريکا له بريد وړاندې د ځینو سایټونو خولې له خاورو ډکې کړې او دا ښايي چې د امريکا د بریدنو پر وړاندې چمتووالی وي.