ډېر لوستل شوي

پر صهيونيست رژيم د ايران تازه توغنديز بريدونه؛ برېښنايي سيستمونه يې ور زيانمن کړي

د صهيونيست رژيم د ایران پر خاوره د یولسمې ورځې بریدونو په غبرګون کې، ایراني توغندیو نن یو ځل بیا د اسرائيلو یو شمېر ښارونه په نښه کړي دي.

عبري رسنیو راپور ورکړی، په دغه تازه برید کې لږ تر لږه ۹ توغندي له ایرانه د اسرائيلو پر لور توغول شوي، چې له امله یې د اشغال شویو سیمو په شمالي برخو کې د برېښنا سیستمونه هم زیانمن شوي او برېښنا پرې شوې ده.

د ایران رسمي ادارو تر اوسه د دغه برید په اړه څرګندونې نه دي کړي؛ خو ایراني رسنیو د برید له سیمو ځینې انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې یو توغندی د اسرائيلو پر جنوب لګېدلی دی.

دا توغندیز برید له هغې وروسته شوی، چې د ایران د خاتم‌الانبیا قرارګاه ویاند په یوه ويډیويي وینا کې امریکا او اسرائيلو ته د “پښېمانۍ وړ” غبرګون ګواښ کړی و.

اړوند خبرونه