د بلخ مسوولین وایي، د چین هېواد لخوا په یاد ولایت کې ‘د مېوو او سبزیجاتو د ساتنې په موخه’ د ۲۳۰ میلیون افغانۍ په لګښت یوه سړه خونه جوړېږي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو ویلي چې دا سړه خونه به د چین هېواد په ملاتړ په یاد ولایت کې د مېوو او سبزیجاتو د ساتنې په موخه جوړه شي.
ویل کېږي چې د دې سړې خونې په جوړېدو سره به د یاد ولایت مېوې به خوندي توګه بازار ته وړاندې کېږي.
بلخوا د هېواد ځینو باغدارانو او کروندګرو وخت ناوخت په هېواد کې د مېوو او سبزیجاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو د جوړولو غوښتنه کړې، او له اسلامي امارت یې غوښتي چې دې برخې ته توجه زیاته کړي.
د ویلو ده چې له تېرو نږدې څلورو کلونو راپدېخوا په ځینو ولایتونو کې د لسګونه سړو خونو جوړول پیل شوي چې د ځینو چارې یې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.