ډېر لوستل شوي

د امریکا پر «العدید» اډې توغندیز برید؛ قطر کې د ایران سفیر احضار شوی 

د قطر بهرنیو چارو وزارت په یاد هېواد کې د ایران سفیر «علي صالح ابادي» د احضار کېدو خبر ورکړی.  

سرچینې لیکلي چې علي صالح ابادي یې پر «العدید» امریکايي اډې د ایران د برید په غبرګون کې احضار کړی دی. 

په اعلامیه کې د ایران سفیر ته ویل شوي چې قطر همېشه د خبرو له لارې د کړکېچ پایته‌رسېدل غوښتي، خو د تهران د تېرې شپې بریدونه د قطر او ایران د نږدې اړیکو له اصولو سره په ټکر کې وو. 

د قطر بهرنیو چارو وزارت د ایران د تېرې شپې بریدونه د قطر هوایي حریم او ملي حاکمیت نقض او د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه بللي دي. 

د یاد وزارت په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې دوحه د نړیوالو قوانینو پر بنسټ تهران ته د ځواب ورکولو حق له ځان سره خوندي ساتي. 

ایران تېره شپه په قطر کې د امریکا په ستر اډه «العدید» توغندیز بریدونه وکړل چې د دوحې په ګډون یې د ځینو عربي هېوادونو غبرګونونه راوپارول.

اړوند خبرونه