ډېر لوستل شوي

سوریې او عمان خپل هوایي حریم بېرته پرانیست 

نړیوالو رسنیو د سوریې او عمان د هوایي حریم د بېرته پرانیستل‌کېدو خبر ورکړی. 

په راپورونو کې د عمان هوایي شرکت په حواله ویل شوي چې تېره شپه یې د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو له امله تړل‌شوی هوایي حریم بېرته پرانیستی او الوتنې پیل شوې دي. 

د راپورونو له مخې چې د عمان او سوریې ترڅنګ قطر، عراق او یو شمېر نورو هېوادونو هم خپل هوايي حریم د الوتنو پرمخ پرانیستی دی. 

تېره شپه ایران په قطر او عراق کې د امریکا پر هوایي اډو توغندیز بریدونه وکړل، چې له امله یې ځینو هېوادونو خپل هوایي حریم د الوتنو پر مخ د لنډمهال لپاره وتړل.

اړوند خبرونه