د ایران د بهرنیو چارو وزارت وزير سید عباس عراقچي، د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه ادعا رد کړه چې ګواکې ایران او اسرائيل د اوربند په اړه توافق ته رسېدلي دي.
عراقچي د ټولنیزې شبکې ایکس له لارې په یوه بیان کې وویل: “تر دې دمه، د اوربند یا د نظامي عملیاتو د درولو په اړه هېڅ ډول هوکړه نه دې شوې. “
نوموړي زیاته کړې چې ایران به یوازې هغه مهال له نظامي ځواب ورکولو لاس واخلي، چې اسرائيل د ایران پر ضد خپل تهاجمي اقدامات ودرول.
یادې څرګندونې وروسته له هغې خپرې شوې چې ډونالد ټرمپ ادعا وکړه چې دواړو خواوو د جګړې د بندیدو هوکړه کړې ده؛ خو د ایران د چارواکو دا تازه دریځ ښيي چې وضعیت لا هم ترینګلی دی او د اوربند رسمي اعلان نه دی شوی.