ډېر لوستل شوي

ملګرو ملتونو د افغانانو لپاره د نړیوالو مرستو د دوام غوښتنه کړې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال اندریکا راتواته د اروپایي ټولنې د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانانو سره خپلې مرستې کمې نه کړي او خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

راتواته په خپلو خبرو کې خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله د افغانستان عام خلک له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

د ويلو ده، چې یاده غونډه د روان میلادي کال د جون په ۱۶مه او ۱۷مه نېټه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې جوړه شوې وه.

اړوند خبرونه