الجزيرې د صهيونيست رژيم د لومړي وزير بنيامين نتانياهو دفتر له قوله ويلي، چې دغه هېواد د خپلو پوځي اهدافو له ترلاسه کولو وروسته، د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په همغږۍ، د هغه د اوربند وړاندیز منلی دی.
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د ایران او اسرائیل ترمنځ تاوتریخوالی په بېساري توګه لوړ شوی، او سیمه د پراخو توغندیزو او هوايي بریدونو شاهدي ورکوي.
بايد وويل شي، تر دې وړاندې د ایران بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ويلي چې له اسرائيلو سره يې د هيڅ ډول اوربند هوکړه نه ده کړې.