د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان د قطر له امیر «شیخ تمیم بن حمد آلثاني» سره په ټلفوني خبرو کې د تېرې شپې برید یوازې د امریکا پر وړاندې یو غبرګون بللی دی.
ښاغلي پزشکیان یو وار بیا له خپلو حقونو د تهران پر دفاع ټینګار کړی او له دوحې یې غوښتي چې د تېرې شپې برید یوازې د امریکا پر وړاندې د تهران غبرګون وبلل شي.
بلخوا د قطر امیر ویلي چې هلته «العدید» امریکایي اډه به هېڅکله د ایران پر ضد ونه کارول شي.
تر دې مخکې د قطر بهرنیو چارو وزارت په دوحه کې د ایران د سفیر «علي صالح ابادي» د احضار کېدو خبر ورکړی و.
سرچینې لیکلي وو چې علي صالح ابادي یې پر «العدید» امریکايي اډې د ایران د برید په غبرګون کې احضار کړی، او ورته ویل شوي چې د تېرې شپې برید د قطر – ایران د اړیکو له اصولو خلاف اقدام و.