ډېر لوستل شوي

ایران کې انټرنیټي خدمات بېرته پیل شوي 

ایراني رسنیو په یاد هېواد کې ‘عادي حالت ته’ د مخابراتي شبکو د بېرته ستنېدو خبر ورکړی. 

په راپورونو کې د ایران د مخابراتو وزیر «سید ستار هاشمي» له قوله ویل شوي چې د ولسمشر، مسعود پزشکیان په امر هلته انټرنیټي خدمات بېرته پیل شوي دي. 

د ښاغلي هاشمي ویلي چې انټرنیټي محدودیتونه د سایبري امنیت د ټینګښت په موخه لګول شوي وو، خو په وینا یې چې اوس ډیجیټلي ژوند بیا پیل شوی دی. 

تر دې مخکې د تهران – تل‌ابیب د جګړې له امله د ایران په ځینو ښارونو کې د انټرنیټي محدودیتونو راپورنه ورکړل شوي وو. 

د ایران – اسرائیل جګړې ۱۲ ورځې دوام وکړ، او د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له لوري د اعلان‌شوي اوربند له مخې دواړو هېوادونو د ۱۳مې ورځې په پای کې یو پر بل بریدونه ودرول.

اړوند خبرونه