د بلخ د کانونو او صنايع خونې مسوولین وايي، چې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته، په دې ولایت کې سلګونه کارخونې فعالې شوي او د صنعت سکتور بېرته پیاوړی شوی دی.
د يادې خونې رييس امامالدین سناییزاده وايي، په بلخ کې دا مهال نږدې ۲ زره کارخونې فعالیت لري، چې زرګونه کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
د معلوماتو له مخې، له دې ډلې ۱ زر او۷۰۰ پخوانۍ کارخونې بيا فعالې شوې او ۳۰۰ نورې نوي کارخونې جوړې شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې دا پرمختګ د صنعت، تولید او کارموندنې په برخه کې د پام وړ لاستهراوړنه بلل کېږي.