په دې سیاسي تبصره کې د ایران او اسراییلو د شاوخوا یوې نیمې اونۍ د جګړې د جاج او پایلو د راخیستو ترڅنګ د منځني ختیځ پر معمایي ارزښت، جوړښت او دا سیمه د اور او وینو پر مرکز بدلېدو بحث شوی. همداشان ددې جګړې پټو اړخونو، دوهمخو سیاستونو، د اسلامي نړۍ پر نن او سبا او همدارنګه د ا.ا. پر غوڅ دریځ هراړخیز بحث شوی دی. وړاندې تر دې چې ددې جګړې پر هر اړخ وغږېږو، د منځني ختیځ او سیمې پر بدلېدونکي تعریف، نویو سناریوګانو، ننګونو او نورو به لنډ بحث وکړو.
منځنی ختیځ د ټولې نړۍ تر ټولو مهمه ستراتیژیکه مرکزي سیمه ده. ښایي مبالغه نه وي، که ووایو د نړۍ ابادېدنه او ورانی له منځني ختیځ څخه کیږي. ددې سیمې او هېوادونو ثابت او ټاکلی تعریف نشته. کله کله آن افغانستان، پاکستان او د یونان قبرس هم د منځني ختیځ برخه هېوادونه ګرځي. دا ستراتیژیکه، اقتصادي، جیوپولټیکه او سیاسي سیمه د نړۍ درې لویې لویې وچې سره نښلوي. دا سیمه نه یوازې د پام وړ اقتصادي او سیاسي ارزښت لري؛ بلکې کلتوري، مذهبي او تاریخي ارزښت یې هم خورا لوړ دی. دا خطه تل د جګړو او اور ډګر ګرځېدلې. بیا ځلې په ټینګار وایو چې منځنی ختیځ یوه جغرافیوي-سیاسي سیمه ده چې تعریف یې د شرایطو او کارونې پر بنسټ بدلېدی رابدلېدی شي، خو په عمومي ډول د عربي هېوادونو، اسرائیل ـ فلسطین، ایران او ترکیې خاوره بللی شو. د منځني ختیځ تاریخي شالید ډېر پخوانی او ژور دی. دا سیمه د بشريت د تمدن زانګو ګڼل کیږي او ګڼ شمېر لرغوني تمدنونه، دینونه، جګړې او سترې امپراتورۍ پکې رامنځته شوي دي.
اوس پوښتنه دا رامځته کیږي چې دا سیمه ولې د نړۍ هسته ده او د نړۍ ابادېدل او ویجاړېدل له همدې نقطې ترسره کیږي؟
وړاندې مو په لنډه توګه ددې سیمې اقتصادي، جیوپولټیک او کلتوري ارزښت یو څه روښانه کړ. دا سیمه د هرمز تنګي او د سوېس کانال سیمه ده چې د نړۍ نږدې ټول نفت له همدې سیمې دي او له همدې لارو د نړۍ تېل پوره کیږي. ستراتیژيک او جیوپولټیک ارزښت یې دومره لوړ ده چې درې لویې قارې سره وصلولی او منفصلولی شي. ورته وخت کې دا سیمه د دریو لویو اسماني او وحداني دینونو(یهودیت، عیسویت او اسلام) خاوره پاتې شوې ده. د اسماني ادیانو تر ټولو مقدس ځایونه په همدې خاوره کې دي. مکې مکرمې، مدینې منورې، بیت القمدس، بیت اللحم او نورو مقدسو اماکنو ددې سیمې مذهبي ارزښت یو په سل کړی. همداشان دا خاوره د پخوانیو تمدنونو خاوره پاتې شوې ده. سومریان، اکادیان، بابلیان، اشوریان؛ لومړني تمدنونه او انسانان دي چې د نړۍ په مهذبولو کې یې تاریخي ونډه اخیستې ده. دا سیمه د جغرافيایي موقعیت له پلوه اروپا ته نږدې ده. همدارنګه اسلامي خلافتونه، اسلامي امپراتورۍ د همدې خاورې په برخه رسېدلي دي. دې خطې ته خپل ښایست اور شوی. ګاز، نفت، پرانیستې سمندري لارې، د ځمکې محوریت او مرکزیت او نور ابعاد ددې باعث شوي چې دا سیمه د اور او وینو مرکز وګرځوي.
د ایران ـ اسرائیلو مخامخېدنې او تودې جګړې شالید
د امریکا اوسمهالي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال په مارچ کې د ایران مذهبي رهبر خامنهيي ته لیک واستاوه او له هغه څخه یې د یورانیمو د نه بډاینې هیله او په تړاو یې د مذاکراتو غوښتنه وکړه؛ خو تهران په لومړیو کې په دې اړه له مذاکراتو ډډه کوله. کله چې امریکا پوځي او سیاسي فشار ته لاس کړ؛ نو تهران بالاخره د عمان په منځګړیتوب له امریکا سره خبرو ته حاضر شو. د دواړو تر منځ د عمان په پلازمېنه مسقط کې ۴ پړاوه مذاکرات وشول او ټاکل شوې وه چې پنځم پړاو خبرې هم پیل شي. لیکن پینځم پړاو مذاکرات په پراخ یرغل بدرګه شول. اسرائیلو او ملګرو یې د ټولو نړیوالو قانونو پر خلاف د یوه خپلواک هېواد پر خاوره تېری وکړ او د یاد هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا حق یې نقض کړ. اسرائیل ـ امریکا او متحدینو یې د یوه پټ پلان له مخې یرغلیزې ډیپلوماسۍ ته لاس واچاوه او تهران یې په توغندیو، بمباریو او بمونو له خواږه خوبه وېښ کړ. اسرائیلو د ایران پر خاوره تېری وکړ، پوځي او اټومي زېربناوې یې په نښه کړې، د ساینس پوهانو د لمړۍ کرښې یا په عامه اصطلاح “سره” کسان یې یو یو ووژل؛ ملکیانو ته د سر او مال زیان واوښت؛ خو تهران استقامت او مقاومت خپل کړ. د اسلام او د فلسطینيانو قاتلینو ته یې خپل خنجر ښکاره کړ، د اسرائیلو او امریکا ټول ځواک یې اوبه کړ او په ډېره مېړانه یې د جګړې په ډګر کې د خپلې سوبې توغ پورته کړ. ښایي دا به لومړی ځل وي چې له یوه هېواد سره د ډيپلوماټیکو چینلونو له لارې مذاکرات پر مخ وړل کیږي او بیا دې مستقیم تېری پرې وشي.
د جګړې سوبه د چا په برخه شوه؟
یوه یادونه په سر کې اړینه ده او هغه دا چې پر ایران د اسرائیلو او د متحدینو له خوا یې جګړه هره ګړۍ پېښېدونکې وه. دا د هېچا له تصوره لوړه نه وه چې تهران به د خپلو اټومي پروګرامونو قرباني مني او ښایي یوه ورځ تر پراخ برید لاندې راشي. د ایران او اسرائيلو ترمنځ ترېنګلتیا پخوانۍ وه. که څه هم ایران په ناڅاپي توګه د اسرائیلو تر برید لاندې راغی، لومړیو کې یې د سر سړي وبایلل، اټومي دستګاوې یې په نښه شوې، امنیتي او پوځي کسان یې یو یو په نښه شو؛ خو د ایران مذهبي رهبرۍ ډېر ژر هر څه مهار کړل، نوې ګومارنې یې وکړې او ځوابي خو ګټونکو بریدونو ته یې ځانونه تیار کړل.
که څه په لومړۍ ورځ تل ابیب د ایران په څو ښارونو د برېښنا په څېر چټک بریدونه وکړل او ګومان نه کېده چې تهران دې له دې پراخ برید وروسته ځان راټول، چمتو او د برید سېکه دې ولري؛ خو تهران ځان ژر سنبال کړ او د خپل تېري ځواب یې ووایه.
راپورونه ښیي چې د ایران د تېرو څو ورځو په بریدونو کې اسرائیلو ته دومره زیان اوښتی، چې د تېرو دوو کلونو جګړو پر مهال یې نه دی لیدلی. دا ښکاروي چې ایران لا هم د سیمې ځواکمن هېواد دی او له نظامي اړخه د سنبال اسرائیل دننه هم په اسانه خپل اهداف له منځه وړلی شي.
د پوځي کارپوهانو پر باور، د اسرائیلو هغه غورزې پرزې بې ځایه او خیالې وې چې د ځان د دفاع په پار یې جوړې کړې وې. ایران خپل مزایل له «وسپنیزې ګونبدې» تېر کړل او ټول هغه سیسټمونه یې هم فلج کړل چې د توغندیو د شنډولو په پار رامنځته شوي وو.
په لنډه توګه ویلی شو چې اسرائیل په هېڅ ډول په دې جګړه کې بریا نه ده خپله کړې. ددې دلایل دا دي چې اسرائیل خپلو ټاکلو موخو ته ونه رسېد او خپله ماته یې په اوربند کې پټه کړه. پر ایران د اسرائیلو د برید دوې درې سترې موخې دا وې چې د ایران هستوي او توغندیزې زېرمې او سیسټمونه په بشپړه توګه له منځه یوسي او یا که ووایو ایران په اټومي لحاظ ملفوج کړي او همدارنګه د ایران اوسنۍ رهبري له منځه یوسي او خپل ګوډاکیان پر ایران واکمن کړي. دا منل شوې چې د ایران هستوي بټیو او زېرمو زیان ولید، د ایران د هستوي او اټومي فزیک د سر سړي له منځه لاړل؛ خو د ایران اټومي زېرمو هومره زیان نه دی لیدلی، څومره چې یرغلګرو تمه لرله. ایران د څومره او څنګهوالي له اړخه سلګونه نوعه توغندي لري چې فلجول او تباه کول یې ناشونی ښکاري. دا سمه ده چې اسرائیلو د ایران د توغندیو ځینې برخې ویجاړې کړې خو دددې هېواد دا ځواک یې په بشپړ ډول اوبه نه کړ. د صهیونېست رژیم بله موخه د ایران د شته رهبري او نظام نسکورول و چې په دې هدف کې هم پاتې راغلل. اسرائیل نه یوازې په ګونډو شو، بلکې نړیواله بدنامي یې هم پر لمن داغ شوه. داسې ښکاري چې یاد رژیم به د خپل تېري جبران ژر وکړي او یاد تېری به ورته په لوړه بیه پرېوځي.
د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په یوه مرکه کې ویلي و چې د ایران د پوځي وړتیا ویلې کېدل یې د ژوند له هیلو څخه ده او دې شېبې ته یې له تېرو ۴۰ کلونو انتظار اېستلی دی.
دا برخه په څو ټکو کې رالنډولی شو. لومړی دا چې اسرائیل خپلو ډیزاین شویو موخو ته ونه رسېد. دویمه دا چې یاد برید اسرائیلو ته په لوړه بیه پرېوت، بدنامي ېې په برخه، په سیاسي لحاظ یې لا انزوا ولیده او همداشان یې خپل ښارونه هم له غزې بتره شول. ایران وکولی شول چې د اسرائيلو هوایي ډګرونه، پوځي مرکزونه او د وسلو زېرمتونونه په نښه کړي. همداشان د ایران توغندیو د اسرائیلو اسمانڅکې ماڼۍ هم نسکورې کړې. په اقتصادي لحاظ اسرائیلو پراخ زیان ولید او همدغو زیانونو اوربند ته اړ اېستل. اسرائیلو د ایران د هر مزایل په شنډولو میلیونه ډالر مصرفول، هوایي کرښې یې تړلې وې او خلک یې په تل خونو او سمڅو کې پټ شوي وو.
ایرن ـ اسرائيلو جګړه کې د امریکا اشر
د اسرائیلو او متحدینو بریدونو وښوده چې په اوسني نړۍ کې ټول قوانین، اصول، سازمانونه، بنسټونه او نور یوازې د نړۍ د غولولو په پار رامنځته شوي او په هره شېبه کې تر پښو لاندې کېدلی شي. د امریکا دوه مخیز سیاست وښوده چې امریکا او لوېدیځ هېڅ قانون ته ژمنتیا نه لري او اخلاقي زوال یې پخوانۍ پېشه ده. د امریکا او اروپا بهرنۍ پالیسي پر منافقت او دوه مخۍ ولاړه ده. یوازې دا نه چې دوی ظالمان او قاتلان دي؛ بلکې د نړۍ د هر ظالم خوا یې نیولې ده. نږدې دوه کاله کیږي چې د فلسطین پر خلکو اور راښکته شوی، دوی نه یوازې د صهیونېست رژیم لاس ونه نیو؛ بلکې د دوی وژونکو ماشینونو ته یې تېل هم وراچول. د امریکا او نړۍ چوپتیا تر جنایت لوړه وه او د بشري حقونو په نوم شعارونه یې په دوو توتو کړل. د اسرائیلو د ملاتړ په پار امریکا په دې جګړه کې مستقیمه ښکېله شوه، د ایران اټومي سایټونه او د قوماندې مرکزونه یې په نښه کړل؛ خو خپل اصلي اهداف یې لاسته رانه وړل. تهران د امریکا دې بربنډ تېری ته غاښ ماتوونکی ځواب ووایه او ګواښ یې وکړ چې په سیمه کې به د امریکا د پوځیانو جنازې پورته کړي. تهران په توغندیزو بریدونو کې په دوحه او عراق کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې. تهران په سیمه کې د امریکا تر ټولو ستر اډه(العدید) چې ددې هېواد شاوخوا ۱۲ زره ځمکني، سمندري او هوایي ځواکونه پکې مېشت دي، په نښه کړه او یاده اډه یې په بشپړ ډول ونړوله. په ټوله سیمه کې امریکایي پوځیانو ته د تیارسئ وویل شول او په ګڼو هېوادونو کې هوایي حریمونه وتړل شول. دا په تېرو څو کلونو کې لومړی ځل و چې په سیمه کې د امریکا پر اډو او ګټو برید ترسره کیږي.
د ایران ـ اسرائيلو جګړه او د اسلامي نړۍ دریځ
د عثماني خلافت په نړېدو د مسلمانانو مرکزي هسته ونړېدله او د اسلامي امت اجماع تر ننه پورې یو خیال پاتې شوه. امریکا او لوېدیځ نه یوازې د وسټفالیا د تړون په مټ اسلامي هېوادونه تر ملت ـ دولت محدود نه کړل؛ بلکې همدغه هېوادونه یې د ځان تابع هم کړل او آن کورنۍ او بهرنۍ چارې یې ترې په خپلو لاسونو کې واخیستې. اسلامي هېوادونه د امریکا په دام کې داسې ولوېدل چې هره وړه او غټه هیله یې په کفر پورې وتړل شوه او استقلالیت یې خوب او خیال شو. که مشخصا راشو د منځني ختیځ یا خلیجي هېوادونو ته نو ویلی شو چې یاد هېوادونه نږدې یوه پېړۍ وړاندې د برېتانیا او فرانسې تر استعمار لاندې کوچني کوچني شول او ترمنځ یې ابدي پولې جوړې شوې. خلیج هېوادونه نه یوازې فزیکي اشغال شول، بلکې زېرمې یې هم د اشغالګرو لاسونو ته ولوېدې. د منځنۍ اسیا هېوادونه زیاتره له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د سایکس ـ پیکاټ د لوظنامې په ترڅ کې رامنځته شول. د دې لوظنامې له مخې سوریه، عراق، لبنان، او فلسطین ټول د عثماني ترکیې برخې وې، د فرانسې او بریتانیا ترلاس لاندې بېلا بېلو سیمو باندې ووېشل شوې.
د لوېدیځ په لاس رامنځته شوي اسلامي هېوادونه حتی د ځان د دفاع ټوپک او ګردنۍ هم نه لري. ښایي تاسو ته خندونکي ښکاره شي چې لبنان یوازې اته زره عسکر لري. ستاسو په نظر اته زره عسکر به د صهیونېست رژیم او یا بل بهرني دوښمن دفاع وکولی شي؟ ددغسې هېوادونه استقلال او د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه څنګه شونې او حتمي ده؟ طبیعي خبره ده چې زیاتره اسلامي او خلیجي هېوادونه د کفري هېوادونو د امنیتي کمپنیو له لوري ساتل کیږي او په بدل کې یې باج ورکوي، هره پالیسي ورته نور جوړوي او واک یې هم د نورو په لاس کې دی.
که څه هم دا جګړه د شاوخوا شلو اسلامي هېوادونو له لوري وغندل شوه، خو هېڅ اسلامي هېواد د ایران نمایشي دفاع ته هم راونه دانګل او نه یې په دې سخت حالت کې لاس ورکړ. ددې لویه وجه مذهبي تفرقې (سني ـ شعیه) ترېنګلتیا، د اسلامي غیرت ته نه ژمنتیا، خپلمنځي دوښمنۍ او نور دي. بدبختانه چې تراوسه اسلامي نړۍ یوازې په نوم پاتې ده او په عمل کې یې هېڅ شی تر وسې پوره نه دي. که د اسلامي امت ترمنځ وحدت قایم وای، اسرائيلو به هېڅکله نننی ځواک او قوت نه و ترلاسه کړی. عرب هېوادونو نه یوازې د ایران ملاتړ ته راوتل؛ بلکې د فلسطین قضیه یې هم شا ته اچولې ده. د اسلامي نړۍ اجماع یوازې یو بې اغېزې او سمبولېک اسکلېټ پاتې شوی.
د افغان ولس او حکومت دریځ
افغان ولس او حکومت له لومړۍ ورځې د قدس ترڅنګ ولاړ دي او ننګه یې کړې ده. اسلامي امارت د ایران پر خاورې بهرنی تېری په کلکو ټکو وغانده او دا یې د یوه خپلواک هېواد پر خاوره بربنډ یرغل وباله. افغان حکومت نه یوازې له ګاونډي هېواد سره خپله خواخوږي او ملاتړ وښود؛ بلکې د هرات هوایي ډګر یې د ایراني حجاجو لپاره چوپړ ته چمتو کړ. افغان حکومت د هرات ځایي مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې د ایراني حجاجو لپاره اسانچاري رامنځته او هوسا دې خپل هېواد ته ستانه شي. دا د اخوت یوه ستره نښه وه. همدارنګه دواړه هېوادونه اوسمهال ګډې ستراتیژې او اقتصادي اړیکې لري. د ایران خلک او حکومت ښایي تر ډېره پورې د افغان حکومت دا ښېګڼه هېره نه کړي.
پایله
منځنی ختیځ د خپل لوړ ارزښت له مخې د تاریخ په اوږدو کې تل د جګړو ډګر پاتې شوی دی. د اسرائیلو د غاصب رژیم سره ددې جګړو تر ټول ستر سبب د فلسطیني ځمکو ازادېدنه او د فلسطیین د استقلال حفاظت دی. له ۱۹۴۸ زېزدیز کال وروسته چې د اسرائيلو غاصب رژیم رامنځته شو، د منځني ختیځ معضله لا پېچلې شوه. که څه هم د واشنګټن له لوري له تپل شوې جګړې وروسته اوربند رامنځته شوی، خو د جګړې بیاځلي شونتیا هم شته. که څه هم په سیمه کې حالت عادي دي، خو تر اېرو لاندې لا د اور بڅرکي سره دي. د ټرمپ له خوا رامنځته شوي اوربند دا کړکېچ د لنډمهال لپاره مهار کړی؛ خو د تلپاتي ټیکاو او ثبات ثبوت نه شي وړاندې کولی. دغه اوربند د اوسني جګړې یوه لنډه دمه هم بللی شو چې د ژور باور وړ نه ده.
که څه هم دا جګړه ظاهرا پای ته رسېدلی ده، خو د عرب هېوادونو بې اعتنایي ټولو مسلمانانو ته تر لمر روښانه شوه. د تهران له لوري مقاومت او استقامت وښوده چې دا هېواد له هغې هم ځواکمن دی، د کوم چې یې حریفانو تصور کاوه.
دا جګړه تر هرې محاسبې پېچلې او پټه وه. که څه هم د دواړو لوریو ځاني او مالي زیان رسنیز کېده؛ خو داسې ښکاري چې د جنګ تلفات ډېر کم د رسنیزو لاسونو ته رسېدلي دي. په ټوله کې دا جګړه د ایران په بېسارې بریا، د اسراییلو پر مالي او سیاسي انزوا او د امریکا او متحدینو په بېشرمانه او منافقانه دریځ پای ته ورسېده. خو داچې نور څه کیږي، وخت به يې ځواب ووايي.