ډېر لوستل شوي

غزني کې د ۱۱۰ میلیون افغانیو په لګښت د ښوونځیو لپاره لس نوې ودانۍ جوړې شَوې

د غزني د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د یاد ولایت په «آب‌ بند، اجرستان او ګیلان» ولسوالیو کې د ۱۱۰ میلیون افغانیو په لګښت د ښوونځیو لپاره لس نوې ودانۍ جوړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي. 

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا پروژې د یو همکار بنسټ په ملاتړ پلې شوې، او هره نوې ودانۍ د ۶ درسي او یوې اداري خونې، پاکو اوبو، سولري برېښنا او معیاري احاطې سره یو بشپړ درسي چاپېریال لري.

د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا چې د دې ودانیو په جوړېدو شاوخوا ۱۱ میلیون افغانۍ مصرف شوې او نن چهارشنبې د پوهنې وزارت د دفتر لوی رییس، مولوي شهاب‌الدین ثاقب او د غزني د پوهنې رییس، مولوي میر نصیر احمد حسیني په شتون کې رسماً پرانیستل شوې دي. 

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغو نویو جوړوشویو ودانیو د پرانیستې په مراسمو کې د غزني د پوهنې رییس ویلي چې پرمختګ د ښوونځیو په جوړېدو کې نغښتی او که کیفیت ته یې پاملرنه وشي، باثباته راتلونکی تضمینېدای شي.

د ویلو ده چې له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د ښوونځیو لپاره لسګونه ودانۍ جوړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.

اړوند خبرونه