د غزې تراړې په جنوبي برخه کې د روانې جګړې پر مهال د يو افسر په ګډون اووه اسرئيلي پوځيان وژل شوي دي.
الجزيرې د صهيونيست رژيم پوځ د خبرپاڼې له مخې ليکلي، دغه پوځيان د حماس جهادي غورځنګ له ځواکونو سره په مستقيمه نښته کې وژل شوي دي.
د اسرائيلي پوځ د مرګژوبلې خبر په داسې حال ورکړل شوی چې د سیمې وضعیت ورځ تر بلې زیات کړکېچن شوی او د نړیوالو اندېښنې هم ورسره ډېرې شوې دي.