ډېر لوستل شوي

له پاکستانه ۵۶ تنه افغان بنديان آزاد او هېواد ته راستانه شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له بېلا بېلو زندانونو څخه د ۵۶ افغان بنديانو د خلاصون هېواد ته له راستنېدونو خبر ورکړی دی.

د کندهار د سپين بولدک د کډوالو د لېږد امريت د معلوماتو له مخې، دا کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د نیول کېدو له ورځې تر ۷ ورځو پورې په بند خونو کې ساتل شوي وو.

د مسوولينو په وينا، له بایومټریک ثبت، نوم‌لیکنې او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته، یاد کسان خپلو اصلي مېنو ته لېږل شوي دي.

د ويلو ده، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په دې وروستيو کې په ګاونډيو هېوادونو کې د افغان بنديانو د خلاصون، بېرته راستنېدو او د بشري مرستو رسولو بهير چټک کړی دی.

اړوند خبرونه