د لوړو زدهکړو وزارت د مالي او اداري مرستيال مولوي حامد حسیب وايي، چې په هېواد کې امنیت ټينګ شوی او اوس د خلکو کډوالۍ ته اړتیا نه شته.
نوموړي دا څرګندونې د « د افغانانو د کډوالۍ لامل، پایلې او په بهرنيو هېوادونو کې ورته د حللارې پيدا کول» تر سرلیک لاندې ملي کنفرانس کې کړي دي.
د ښاغلي حسیب په وینا، اسلامي امارت هڅه کوي چې ټولو وګړو ته د کار، زدهکړو او د ژوند مناسب فرصتونه برابر کړي.
د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري مرستيال د اروپا پر لور د افغان ځوانانو د کډوالۍ لامل يوازې اقتصادي ستونزې نه، بلکې د ناسم پوهاوی، تقليدي افکار او بهرنۍ اغيزې بللې دي.