د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ وزارت وایي، د یاد وزارت سرپرست، مولوي عطاءالله عمري په کابل کې د جاپان له سفیر «تاکایوشي کورمایا» سره په کتنه کې د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، د کرنیزو محصولاتو بازارموندنې او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه بحث کړی، او ښاغلي عمري د هېواد کروندګرو او مالدارانو ته د غوره خدماتو د وړاندېکولو ډاډ ورکړی دی.
په دې کتنه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست دا هم ویلي چې ځینې مرستندویه مؤسسې او غیر دولتي ادارې د زیاتو اداري لګښتونو له امله خپلې پروژې سمې نه تطبیقوي، او ټینګار یې کړی چې د جاپان هېواد مرستې دې حکومت په همغږۍ سره اغېزناکې او شفافې وشي.
بلخوا د جاپان سفیر، تاکایوشي کورمایا له افغانانو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی او ترڅنګ یې له نشهيي توکو سره مبارزه د جاپان لومړیتوب بللی دی.
ښاغلي تاکایوشي همداراز ویلي چې جاپان په هلمند، کندهار او بدخشان ولایتونو کې د لسو میلیونه ډالرو په ارزښت داسې پروژې تطبیق کړې، چې پکې د مثمرو نیالګیو وېش، د څارویو درملنه او د اصلاح شویو تخمونو وېش شامل دي. د خبرپاڼې له مخې چې د جاپان سفیر او د کرنې وزارت سرپرست په دې کتنه کې پر یو شمېر نورو مسایلو هم خبرې شوې دي.