د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي وایي چې اسلامي امارت په ټولو کارخونو کې له بیا نويکېدونکې انرژۍ څخه استفادې ته چمتووالی لري.
ښاغلي عزیزي دا څرګندونې د «بیا نوېکېدونکې یا شنې انرژۍ د پانګونې په کنفرانس» کې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په دې کنفرانس کې همداراز ویلي چې د برېښنا د تولید لپاره باید له زیانلرونکو لارو ډډه وشي.
نورالدین عزیزي د صنعتي کارخونو فعالیت ته په اشارې ویلي چې دا مهال په ټول هېواد کې شاوخوا شپږ زره فابریکې فعالې چې شاوخوا ۲ زره برېښنا ته اړتیا لري. نوموړي همداراز د فابریکو د چټک تولید لپاره د دومره اندازې برېښنا پر اړتیا ټینګار کړی دی.