ډېر لوستل شوي

هرات کې د ودونو تالارونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز نه دی لګول شوی

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او د شکايتونو اورېدولو وزارت هغه ګنګوسې چې ګواکې په هرات کې د ودونو تالارونو ته د ښځو پر ورتګ بنديز لګېدلی، رد کړې دي.

د ياد وزارت وياند مولوي سیف‌الاسلام خیبر ويلي، چې په هرات کې د ودونو تالارونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز نه دی لګول شوی او دا ډول شایعات بې‌بنسټه دي.

د ښاغلي خيبر په وينا، په دې برخه کې د ودونو د تالارونو مسوولینو ته یوازې د منکراتو د مخنیوي په موخه سپارښتنې شوې دي.

نوموړي زياته کړې، چې د ودونو تالارونه باید د اسلامي ارزښتونو له مخې اداره شي، څو د خوښيو مراسم د ستونزو لامل نه، بلکې د رحمت وسیله وي.

خیبر ټینګار کړی، چې د وزارت اساسي مسوولیت د معروفاتو اقامه، د منکراتو مخنیوی او د محتسبینو له لوري د دغه اصل تطبیق دی.

اړوند خبرونه