رویټرز خبري آژانس د خپلو سرچینو له قوله ويلي چې د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا، چې ګواکې وروستيو بریدونو کې د ایران اټومي پروګرام بشپړ له منځه تللی، د امریکا د یوې استخباراتي ادارې له لومړنيو ارزونو سره مطابقت نه لري.
د سرچینې په وینا، د ایران غنيشوي یورانیم زیرمې تر اوسه له منځه نه دي تللي او د دغه هېواد اټومي پروګرام، چې ډېری برخې یې د ځمکې لاندې ځای پر ځای شوي، یوازې د څو میاشتو لپاره له ځنډ سره مخ شوی دی.
ډونالډ ټرمپ له هغه وروسته دا څرګندونې وکړې چې د امریکا هوایي ځواکونو پر درې اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل. هغه ادعا وکړه چې: “موږ د ایران اټومي پروګرام بشپړ له منځه یووړ. “
خو استخباراتي ارزونې ښيي چې دا بریدونه د ایران پر اټومي وړتیاوو یواځې لنډمهاله اغېز کړی او د دې هېواد بنسټیز ظرفیتونه لا هم خوندي دي.