د هرات ځایي مسوولینو ویلي چې یوازې په یوه ورځ کې تر ۳۰ زرو ډېر افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
ویل کیږي چې دا د تېرو کلونو په پرتله تر ټولو د لوړې کچې کډوال دي چې بېرته هېواد ته راګرځي.
پرون(چهارشنبه، چنګاښ څلورمه) د ریکارډ تر کچې افغانان بېرته هېواد ته راګرځېدلي دي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي احمدالله متقي ویلي چې تر نن سهاره شاوخوا ۳۰ زره افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي او لا هم دغه لړۍ په لوړه کچه کې ده.
مولوي متقي زیاته کړې چې هرات کې یې د کډوالو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي دي.
مسوولینو وړاندې ویلي چې ټولو کډوالو ته یې لومړني چوپړونه(اوبه، خواړه) او نور رسولي دي.
یاده دې شي چې د ایران او اسراییلو له جګړې وروسته هېواد ته د افغانانو د راتګ څپه چټکه شوې ده.