د القسام ځواکونو ویاند ابوعبیده ویلي، چې تر هغې به د صهیونېست پوځیانو وژنه روانه وي؛ تر څو دغه رژیم یرغل درولی نه وي او خپل عسکر یې له غزې اېستلي نه وي.
نوموړي ویلي چې د فلسطیني مجاهدینو وروستي کمینونه د دوی د سرښندنې او زړورتیا ژوندۍ بېلګې بللې دي.
هغه زیاته کړې، چې صهیونېست رژیم له خلکو حقیقتونه پټوي او خپل پوځيان د درواغجنو سیاسي لوبو لپاره غزې ته رالېږي. یاده دې شي چې په دې وروستیو کې حماس مجاهدینو په یوه کمین کې د یوه افسر په ګډون ۷ صهیونېست عسکر وژلي دي.