د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون وایي چې د ملي دفاع وزارت سرپرست، مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د یاد کمېسیون په غونډه کې د هېواد عمومي امنیتي وضعیت ارزول شوی دی.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کمېسيون غړو د عمومي امنيتي وضعيت تفصيلي ارزونه کړې او په هېواد کې یې د روان امنيتي حالت په اړه ډاډ څرګند کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې: “په دې غونډه کې د اړونده زونونو مسوولینو، د مشرتابه د هدایت پر اساس له لوی اختر وړاندې خپل ترسره شوي سفرونه د امنيت او همغږۍ په برخه کې ګټور ياد کړل او د ټولو ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه يي تفصیلي معلومات وړاندې کړل.” سرچینې همداراز لیکلي چې د غونډې ګډونوالو په لوی اختر کې د ولس لپاره د ډاډمن امنیت د امنیتي ځواکونو د سرښندنو، چمتووالي او هڅو ثمره بللې او د دوی فعالیتونه ستایل شوي دي.