روسي رسنیو راپور ورکړی چې د دوی دفاع وزیر «انډري بیلوسوف» پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه په کلکه غندلي او له نړیوالو قوانینو یې ښکاره سرغړونه بللې ده.
د راپورونو له مخې چې د روسیې دفاع وزیر دا څرګندونې د شانګهای همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې کړې دي.
ښاغلي بیلوسوف ویلي چې مسکو د کړکېچ کمولو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی، او د خبرو لپاره منځګړیتوب کولای شي.
د روسیې دفاع وزیر همداراز ویلي چې پر ایران د اسرائیلو د بریدونو پر وخت مسکو له تهران سره خپله خواخوږي ښودلې او دا بریدونه یې په کلکه غندلي وو. د ایران – اسرائیل جګړې ۱۲ ورځې دوام وکړ او د ۱۳مې ورځې په پای کې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له لوري د اعلانشوي اوربند په تعقیب دواړو هېوادونو يو پر بل هوايي او توغندیز بریدونه پای ته ورسول.