ملي دفاع وزارت په خپل اېکس لیکلي چې په۲۱۷ عمري قول اردو کې ۵۲۹ بېلابېل پوځي وسایط او ۳۸ بېلابېلې وسلې د بیا ځلې ګټې اخیستنې وړ ګرځېدلي دي.
دا پوځي وسایط او وسلې د ۲۱۷ عمري قول اردو اړوند د تخنيک او اسلحې مدیریت لخوا د حمایوي او لوژیستیکي کنډک په ورکشاپونو کې د مسلکي پرسونل له لوري ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
په یادو وسایطو کې ۵۰ زغره وال هاموي ټانګونه، ۸ ضربتي ټانګونه، ۶۳ انټرنېشنل موټرونه، ۳۱۶ رنجر، ۶ فورکلفت او نور مختلف نوع غير زرهی وسايط شامل دي.
دفاع وزارت پخوا هم د زرګونو وسلو او پوځي وسایطو د جوړونې خبر ورکړی و.