ډېر لوستل شوي

مولوي امیرخان متقي د ایران له سفیر سره د افغان کډوالو په اړه غږېدلی

د بهرنیو چارو وزارت وایي، د یاد وزارت سرپرست، مولوي امیرخان متقي د ایران له سفیر «علي‌رضا بیکدلي» سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي. 

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې پر دوه‌اړخیزو مسایلو او په ځانګړې توګه له ایران څخه د افغان کډوالو پر ایستل‌کېدو بحث شوی دی. 

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ټینګار کړی چې د دوبي په موسم کې له ایرانه د افغان کډوالو د ډله‌ییزې ایستنې موضوع باید د اسلامي جمهوریت له لوړپوړو چارواکو سره شریکه شي او دې مسئلې ته دې د یو منظم میکانیزم له مخې رسېدنه وشي. 

د خبرپاڼې له مخې چې مولوي امیرخان متقي د ایران او اسرائیلي رژیم ترمنځ اوربند ته هم اشاره کړې او دا «ډزبندي» یې د سیمې په ګټه بللې ده. 

بلخوا د ایران سفیر د اسلامي امارت له ملاتړ او همکارۍ څخه په مننې له خپل حکومت سره د کډوالو د موضوع د شریکولو ډاډ څرګند کړی، او په وینا یې چې د ستونزو د حل لپاره به جدي اقدام کوي.

اړوند خبرونه