د هلمند د افغاني سرې میاشتي ریاست اړوند د ثابت کلنیک له لوري ددې ولایت مرکز کې ۴۰۲۷ اړمنو ناروغانو ته روغتیایي چوپړونه وړاندې شوي دي.
مسوولینو زیاته کړې چې ددغو ناروغانو له ډلې ۱۱۵۱تنو ته د اړتیا وړ درمل،۱۳۲۷تنو ښځینه او ماشومانو ته بېلابېل واکسینونه، ۱۲۳۸تنو ته د ناروغیو څخه د ساتني په تړاو روغتیایي سلام مشورې،۱۷۰ ښځینه ناروغانو ته له زېږون مخکې مشورې، ۲۸ ښځینهوو ته له زېږون وروسته سلا مشورې، ۴۵ ښځو ته د کورني تنظیم، ۲۶ ماشومانو ته د خوارځواکۍ درمل او ۴۱ ناروغانو ته د پانسمان چوپړونه وړاندې شوي دي.
د یادوني وړ ده چي د افغاني سرې میاشتي ټولنه د اړمنو او زیانمنو کورنیو لاسنیوی او زده کړو تر څنګ تل هېوادوالو ته لومړني روغتیایي چوپړونه وړاندې کړي دي.