ډېر لوستل شوي

ا.ا. د امریکا وروستی راپور رد کړی

مولوي ذبیح الله مجاهد د امریکا د استازو جرګې وروستۍ ادعا چې ګوندې افغانستان کې بهرنۍ ډلې شته، په کلکه رد کړې ده.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې اوسمهال افغانستان کې یو پیاوړی مرکزي حکومت شته او پر ټوله جغرافیه بشپړ واک لري.

د امریکا د استازو جرګو په دې وروستیو کې په یوې بې بنسټه ادعا کې ویلي و چې افغانستان کې بهرنۍ وسلوالې ډلې او بهرنیو هېوادونو ته ترې خطر شته. یاده دې شي چې د امریکا حکومتونو تر دې پخوا هم ورته بې بنسټه ادعاوې کړي دي چې د اسلامي امارت له خوا تل رد شوي دي.

اړوند خبرونه