ډېر لوستل شوي

د جګړه ییزو زده کړو له قوماندانۍ نږدې ۲۰۰ تنه فارغ شوي

د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه ییزو قول اردوګانو عبدالله بن مسعود رضي الله عنه له جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۹۹ تنه منسوبین فارغ شوي دي.

په دې مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمدحمیدي د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندان، نظامي مسوولینو او ګڼو منسوبینو برخه اخیستې وه.

مسوولینو یادو فارغانو ته د وینا پر مهال د اِعدادو ارزښت بیان کړی او همدارنګه یې د اسلامي نظام د دفاع په پار په خپلو مسلکونو کې د نوي مهارتونو پر زده کړې ټینګار کړی دی.

نویو فارغانو ژمنه کړې چې له اسلامي نظام څخه به په سر او مال ساتنه کوي.

اړوند خبرونه