ډېر لوستل شوي

د هنر او فرهنګ مرستیال له بست کلا کتنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي، د وسپني پټلۍ ادارې تخنیکي انجنیرانو او د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسوولینو سره یوځای مرکز لښکرګاه کې له بست تاریخي کلا څخه کتنه کړې.
ښاغلی عزیزي د بست کلا پر تاریخي او کلتوري ارزښت غږېدلی او په وینا یې ددې کلا خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه کیږي.
نوموړي ډاډ ورکړی چې په هلمند ولایت کي به ټولو تاریخي سیمو ته د تل په څېر جدي پاملرنه کوي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې تاریخي سیمو ته زیان ورسوي.
یاده دې شي چې د وسپنې پټلۍ تخنیکي انجنیرانو د بست کلا له سیمې د ریل پټلۍ د تېرېدونکي لیکې په پار کتنه کړې؛ تر څو یادې تاریخي کلا زیان ونه رسیږي.

اړوند خبرونه