ډېر لوستل شوي

غزني؛ دوو ورځو کې څلور ټرافیکي پېښې رامنځته شوي

د غزني امنیه قومندانۍ رسنيز دفتر ویلي چې پرون او نن په دې ولایت کې ۴ ټرافیکي پېښې رامنځته شوي چې مرګ ژوبله هم لري.
دا ټرافیکی پېښې د کابل ـ کندهار پر لویه لار، ګیلان، غزني ښار او ګېرو ولسوالۍ کې رامنځته شوي دي.
یادو څلورو پېښو کې دوو ماشومانو او د پاسو یو موټروان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
یاده دې شي چې دې پېښو ته امنیتي ځواکونو پر وخت ځانونه رسولي او له زیانمنو سره یې مرستې کړي دي.

اړوند خبرونه