ډېر لوستل شوي

ناروې د افغانستان له اماني صندوق سره مرسته کړې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق اعلان کړی، چې ناروې له افغانستان سره ۴.۲۵ میلیونه امریکايي ډالر مرسته کړې ده.
یاد صندوق پر خپله اېکس پاڼې لیکلي، دغه مرسته به د حیاتي چوپړونو د پراخېدو او هغو سیمو کې چې ډېره اړتیا لیدل کېږي، د اوږدمهال ملاتړ په توګه ولګول شي.
ناروې تر دې دمخه هم له افغانستان سره مرستې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شوي دي

اړوند خبرونه