ډېر لوستل شوي

ټرانس همالیا غونډه کې؛ د اقلیمي زیانونو د جبران په پار د ګډو همکاریو غوښتنه

په چين کې د اسلامي امارت سفیر بلال کریمي د ټرانس همالیا فورم پينځمه غونډه کې دغه فورم د سیمه‌ییز اتصال، اقتصاد، اقلیم، انرژۍ او پانګونې لپاره ارزښتناک بللی او همداراز یې هیله څرګنده کړې چې افغانستان سره د اقلیمي زیانونو برخه کې نړیوالې ګډې همکارۍ رامنځته شي.
نوموړي همدارنګه له بهرنیو پانګوالو غوښتنه کړې چې افغانستان ته راشي او دلته پانګونه وکړي.
ښاغلي کریمي ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت د دوی امنیت ته ژمن دی.
یاده دې شي چې بلال کریمي همدارنګه ویلي، افغانستان د ثبات او اقتصادي ودې نوي پړاو ته دننه شوی او د ښه ګاونډ، پانګونې او سیمه‌ییزو همکاریو هرکلی کوي.

اړوند خبرونه