ډېر لوستل شوي

اسرائيلي وګړي: د غزې جګړه سیاسي رنګ لري

د اسرائیلو ۴۸ سلنه وګړي په دې باور دي، چې په غزه کې روانه جګړه پوځي اړتيا نه، بلکې سیاسي موخې لري.

د اسرائيلي ورځپاڼې “معاريف” له لوري خپره شوې تازه نظرپوښتنه ښيي، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترسره شوې، ګډونوالو څرګنده کړې چې د جګړې دوام ممکن د سیاستوالو له لوري د شخصي یا ګوندي ګټو لپاره وي، نه د امنیتي اړتیاوو پر بنسټ.

دا پایلې داسې مهال مخې ته راځي، چې د جګړې له پیل نه تر اوسه زیاتې نړیوالې نیوکې او کورني اعتراضونه هم لیدل شوي دي.

د نظرپوښتنې جزئیات د اسرائیلي حکومت پر شفافیت، د جګړې هدفونو، او د عام ولس پر ملاتړ پوښتنې راپورته کوي.

اړوند خبرونه