ډېر لوستل شوي

اقتصادي معاونيت: هېواد د صنعت په ۱۳۰ برخو کې پر ځان‌بسيا شوی

د رياست‌الوزراء اقتصادي معاونيت وايي، چې افغانستان په ۱۳۰ برخو کې بشړې او په ۱۰۰ برخو کې نيمه ځان‌بسياينې ته رسېدلی دی.

د ياد معاونيت د خبرپاڼې له مخې، په ټول هېواد کې شاوخوا ۶ زره صنعتي کارخونې په رسمي توګه فعاليت لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کارخونې ۵۷۰ ډوله توکي؛ اوړه، غوړې، مالګه، درمل، وسپنه، سيمنټ، فولاد، کيمياوي، محصولاتي او ورته نور توکي توليدي.

مسوولين وايي، په يادو کارخونو کې شاوخوا ۱۳۵ زره هېوادوال په مستقيمه توګه په کار بوخت دي.

اړوند خبرونه