نړيوالو رسنيو د اسرائيل د کورني امنيت ادارې په حواله راپور ورکړی، چې د اسرائيل په جنوب او بئرالسبع ښار کې د خطر زنګونه وهل شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا زنګونه د احتمالي راکټي بريدونو د ګواښ له امله وهل شوي دي. د رويټرز راپور له مخې، د يمن حوثي ځواکونو نن سهار پر اسرائيل يو توغندی هم ور ويشتی دی.