ډېر لوستل شوي

د روان کال د غويي میاشتې صادرات ۱۰۲.۷ میلیون ډالرو ته ورسېدل

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې راپور ورکړی چې د روان کال د غويي میاشتې په لړ کې د افغانستان د صادراتو ارزښت ۱۰۲.۷ میلیون ډالرو ته رسېدلی، چې د وري میاشتې په پرتله ۱۷ میلیون ډالره زیاتوالی ښيي.

د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، د وارداتو ارزښت یو میلیارد او ۲۴۴ میلیون ډالرو ته رسیدلی، چې د وري میاشتې په پرتله ۴۰۱.۲ میلیون ډالره زیاتوالی لري.

د مسوولينو په وينا، تر ټولو زیات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو زیات واردات له ایران، پاکستان او چین څخه ترسره شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په صادراتو کې بیاځلي صادرات او په وارداتو کې ټول محصولي او غیر محصولي توکي شامل دي.

اړوند خبرونه