مڼه نه یوازې خوندوره مېوه ده، بلکې ګڼې روغتیايي ګټې هم لري. دا مېوه د انسان بدن ته مهم ویټامینونه، معدني توکي او فایبر برابروي، چې د بېلابېلو ناروغیو په مخنیوي کې رغنده رول لري.
د مڼو د ګټو په اړه د روغتيا پالانو مشهور خبره ده، چې: “د ورځې یوه مڼه خوړل مو ډاکټر ته له ورتګه ژغوري.” رښتيا هم همداسې ده. ځکه چې مڼه ګڼې روغتيايي ګټې لري.
ددې مېوې د ونې علمي نوم “مالوس دومستيکا” دی. له زرګونو کلونو را پدېخوا دا مېوه په آسيا او اروپا کې کرل کېږي. کله چې امریکا کشف شوه، دغه مېوه هلته هم ولېږدول شوه او دا مهال په شمالي امریکا کې په پرېمانه کچه کرل کېږي.
د مڼې غذايي ارزښت
مڼه له ويټامينونو، معدني توکو او مغذي عناصرو څخه ډکه مېوه ده. ويټامين C، ويټامين K، ويټامين B6 او ریبوفلاوين هغه ويټامينونه دي، چې په مڼو کې شته. دغه راز پوتاشیم، میس او میګنیزیم ګټور معدني مواد دي، چې مڼه یې لري. مڼه له فایبرو څخه هم ډکه ده. د ورځې یوه مڼه خوړل مو د فايبر ۱۲ سلنه اړتيا پوره کوي.
هضم
مڼه له فايبر څخه ډکه مېوه ده، چې د خوړو په هضم کې د پام وړ مرسته کوي. د مڼې منظم خوراک مو د کولمو صحت هم تضمينوي او د معدې د اختلالاتو مخه نیسي. همدارنګه له خوړو څخه د ترلاسه شوو غذايي توکو په ښه جذب کې هم مرسته کوي.
له سرطان څخه مخنيوی
د سرطان په مخنيوي کې د مڼو د ونډې په اړه ډېرې څېړنې ترسره شوي او بېلابېلې پايلې یې درلودلې. وروستۍ څېړني ښيي، چې مڼې د سرطان په مخنيوي کې اغېزمن ثابتېږي، که څه هم اکثره مېوې او سبزیجات د سرطان ضد خاصيت لري؛ خو په دې کې مڼه ځانګړی ارزښت لري. هېره دې نه وي چې په دې برخه کې نورې څېړنې هم روانې دي.
د وينې کمښت
دا چې مڼه په کافي اندازه وسپنه لري؛ نو د وينې د کمښت مخنيوي لپاره ګټور دي. په ټوله کې د وينې د کمښت ستونزه په وينه کې د هيموګلوبين د کموالي له امله منځته راځي، چې دا ستونزه له غذايي موادو څخه د وسپنې د ترلاسه کولو له لارې حل کېدای شي.
د غاښونو روغتيا
د مڼې خوړل مو د غاښونو په پاکوالي کې مرسته کوي، چې دا کار ستاسو غاښونه له چینجن کېدو ژغوري. په مڼو کې شته فايبر ستاسو غاښونه پاک ساتي او شته ميکروبونه هم له منځه وړي.
د زړه ناروغۍ
مڼه په بدن کې شته کلسترول کموي، چې دا کړنه د زړه د ناروغيو مخنيوی کوي. د ورځې یوه مڼه خوړل مو تر یوه بریده د زړه د روغتيا تضمين کوي.
په مڼو کې د کويرستين په نوم فلاونويدونو شته، چې دغه مواد هم د زړه د روغتيا په برخه کې د پام وړ رول لوبوي.
په افغانستان کې د مڼې حاصلات
مڼه د افغانستان د مهمو او مشهورو بڼوالو له مېوو څخه ده، چې په بېلابېلو اقلیمونو کې ښه حاصل ورکوي. د هېواد په ګڼو ولایتونو کې لکه؛ پکتيا، میدان وردګ، لوګر او يو شمېر نورو ولايتونو کې کې د مڼو پراخ بڼونه شته.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، هر کال په افغانستان کې زرګونه ټنه مڼې تولیدېږي، چې یوه برخه یې بازار ته وړاندې کېږي او بله برخه یې د کورني مصرف لپاره ساتل کېږي.
د افغانستان مڼې د خپل خوند، بوی او د کمې کیمیاوي توکو درلودو له امله بازار کې ځانګړی ځای لري، که د صادراتو زمینه ورته برابره شي؛ مڼه کولی شي د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه واوسي او د اقتصاد لپاره ګټور نقش ولوبوي.
د مڼې ممکنه زیانونه:
د شکر ناروغانو ته پاملرنه اړینه ده
مڼه طبیعي بوره (فروکتوز) لري، که څه هم دا بوره مصنوعي نه ده؛ خو د شکر ناروغانو لپاره اړینه ده چې د مڼې خوراک پر مهال له ډاکټر سره مشوره وکړي.
د غاښونو لپاره ستونزه کېدای شي
مڼه یو څه تېزابي خاصیت لري، که له خوړو وروسته غاښونه ونهمينځل شي؛ ممکن د غاښونو مینځپوښ ته زیان ورسوي.
د معدې تېزاب زیاتوي
ځینې کسان چې حساس معده لري، له مڼو وروسته ممکن د معدې تېزاب یا سوځېدنه تجربه کړي، په ځانګړې توګه که دغه مېوه په نهاره وخوري.
غازونه او نفخ
مڼه فایبر لري؛ خو که ډېر وخوړل شي، په ځینو خلکو کې کولای شي غاز، نفخ یا ګاز جوړونه رامنځته کړي، په ځانګړي توګه سره مڼه.
حساسیت (Allergy)
که څه هم ډېره نادره ده؛ خو ځینې خلک د مڼې یا د هغې د پوټکي سره حساسیت لري. د حساسیت نښې کېدای شي د خولې خارښت، د ستوني تنګوالی یا د پوستکي حساسیت وي.
آفتکُش پاتې شوني
که مڼه د سوداګرۍ په موخه کرل شوې وي، امکان لري چې د آفتکُش دواګانو پاتې شوني پرې پاتې وي؛ نو تل یې باید ښه ووینځل شي یا عضوي/طبیعي مڼې غوره شي.
سپارښتنه:
که غواړئ له ګڼو روغتیايي ستونزو خوندي پاتې شئ؛ نو له نن څخه د يوې مڼې خوړل خپل ورځنی عادت وګرځوئ – ځکه یوه مڼه، سل ګټې لري!
ستاسو د لا ښې روغتيا په هيله!