د چاپېریالساتنې ملي اداره وایي چې د COP-30)) کنفرانس لپاره د افغانستان د چمتووالي په لړ کې د دې ادارې د مسلکي معین، ډاکټر مُلا زین العابدین عابد په مشرۍ له بهرمېشتو متخصصینو سره انلاین مشورتي غونډه شوې ده.
دا غونډه نن (شنبې د چنګاښ ۷مه) د دې ادارې د بند امیر غونډو په تالار کې شوې چې پکې د دې ادارې د اقلیمي بدلون، طبیعي میراثونو د ساتنې رئیسانو، دORD)) مؤسسې سلاکار او د دې ادارې یو شمېر کارپوهانو ګډون کړی و.
د اعلامیې له مخې چې په دې غونډه کې د چاپېریالساتنې مسلکي معین، ډاکټر مُلا زین العابدین عابد اقلیمي بدلون یوه نړیواله موضوع بللې او افغانستان یې د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه تر ټولو زیات اغېزمن هېواد بللی دی.
په اعلامیه کې د ښاغلي عابد له قوله ویل شوي چې د اقلیمي بدلون اغېز کمولو لپاره پکار ده چې له ګټورو تګلارو استفاده وشي، او COP-30)) کنفرانس ته تلونکی پلاوی باید بشپړ چمتووالی ولري.
په دې غونډه کې همداراز بهرمېشتو متخصصینو هم خپل نظرونه وړاندې کړي او ژمنه یې کړې چې د یادې کړنلارې د غنيکولو او د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانسCOP-30)) کې د ګډون په صورت کې به له واحد دریځ سره د افغانانو ستونزې تر نړیوالو پورې رسوي.
د ویلو ده چې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس COP-30)) به نږدې راتلونکې کې په برازیل هېواد کې جوړ شي.