د خېبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د میرعلي ولسوالۍ اړوند خدي سیمه کې چاودنه شوې، چې له امله یې پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
پاکستاني چارواکو پېښه تائيد کړې او زياتوي چې ځايي پولیسو د پېښې په تړاو څېړنې پیل کړې دي. تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی؛ خو تحریک طالبان پاکستان(TTP) په یاده سیمه کې فعاله بلل کېږي.