د افغانستان بانک لومړي مرستیال، صدیق الله خالد د افغانستان – امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې له رییس «جیفري ګریکو» سره په کتنه کې د افغانستان د خصوصي سکتور د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د ودې او د متقابلو بانکي اړیکو د پراختیا په برخه کې پر ګډو همکاریو خبرې کړې دي.
د افغانستان بانک د اعلامیې له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال، صدیق الله خالد د هېواد بانکي او غیربانکي مالي سکتورونه په اقتصاد کې مهم بللي، او د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې یې د افغانستان بانک هڅو ته پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي: “ښاغلي خالد د افغانستان بانک لخوا د پیسو وینځلو او د جرمونو څخه د را پیدا شویو عوایدو د مخنیوي د رژیم د پیاوړتیا، د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د سکتور د میکانیزه کولو او په مطلوب حد کې د انفلاسیون د ساتلو په برخه کې ډاډ ورکړی”
د افغانستان بانک لومړي مرستیال دا هم ویلي چې په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان د بانکي سکتور په متقابلو بانکي اړیکو کې ډېر پرمختګ شوی، او په وینا یې چې د بانکي سکتور له لوري خلکو ته د مالي تمویلاتو د ورکړې په برخه کې د تېر کال په پرتله ۷۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان بانک د اعلامیې له مخې چې یوازې په وروستۍ یوه ربع کې په بانکي سکتور کې د امانتونو کچه ۷٫۹ میلیارد افغانۍ لوړه شوې، او د پیسو د نړیوالو لیږدونو په برخه کې ډېرې ستونزې حل شوې دي. د افغانستان بانک د لومړي مرستیال او امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې رییس په دې کتنه کې «جیفري ګریکو» په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان د اقتصادي او بانکي سکتورونو بدلونونه مثبت بللي او د روان میلادي کال په اګسټ میاشت کې یې د بانکي سکتور د متقابلو اړیکو د پراخېدو په موخه د یو کنفرانس د جوړېدو خبره کړې ده.