ډېر لوستل شوي

له پاکستانه ۱۲ تنه افغان بنديان ازاد او هېواد ته راستانه شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له بېلا بېلو زندانونو د ۱۲ افغان بنديانو له را خوشې کېدو او خپل هېوادته له راستنېدو خبر ورکړی دی.

ياد وزارت د کندهار ولایت د سپین بولدک د مهاجرینو د لېږد امریت د معلوماتو له مخې ويلي، دغو کسانو سره له دې چې اسناد یې لرل، د یوې ورځې تر لسو ورځو پورې د پاکستان په بندخونو کې ساتل شوي وو.

د مسوولينو په وينا، چې ياد شمېر کسان له نوم‌ليکنې او بشري مرستو وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي. د يادونې وړ ده، چې ياد وزارت په سرحدي سيمو کې د افغان کډوالو د راتګ په موخه ټولې اسانتياوې په پام کې نيولې او مسوولينو هم په کراتو له بهر مېشتو افغانانو غوښتي چې خپل هېواد ته راستانه شي.

اړوند خبرونه