ډېر لوستل شوي

لوګر کې د سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي

د لوګر مسوولینو د یاد ولایت په «محمداغې» ولسوالۍ کې د سختو سېلابونو له امله خلکو ته د درنو زیانونو د اوښتو خبر ورکړی. 

د دغه ولایت کرنې ریاست مسوولینو رسنیو ته ویلي چې دا سېلابونه د محمداغې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې راوتلي چې له امله یې شاوخوا ۱۵ زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

ویل کېږي چې سېلابونو هلته لسګونه کورونه ویجاړ کړي او سلګونه کورنۍ بېځایه‌کېدو ته اړ شوې دي. 

د مسوولینو په وینا چې په دغو کرنیزو ځمکو سبزیجات، حبوبات او ځینې نور بوټي کرل شوي وو.

د لوګر کرنې ریاست په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې په یاد ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو امار د تغییر په حال کې دي.

د ویلو ده چې په لوګر سربېره په خوست او میدان‌وردګو ولایتونو کې هم پرونیو او د تېرې شپې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.  بلخوا د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې نن او سبا هم د هېواد په ځینو ولایتونو کې د سخت سېلابي ورښت اټکل کړی دی.

اړوند خبرونه