ډېر لوستل شوي

لوګر کې د وروستیو سېلابونو له امله ۵۰ کورونه بشپړ ویجاړ شوي

د لوګر مسوولین وایي، د یاد ولایت په «محمداغې» ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله شاوخوا ۲۵۰ کورونو ته زیان رسېدلی او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده. 

د لوګر ولایت مقام د لومړۍ سروې له مخې چې په محمداغې ولسوالۍ کې د راوتلو سیلابونو له امله ۵۰ کورونه په بشپړه توګه او ۲۰۰ نور یې په قسمي توګه تخریب کړي دي.  

د مسوولینو په وینا چې وروستیو سېلابونو هلته شاوخوا ۱۵ زره جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه کړې ده.

سرچینې لیکلي چې د لوګر ولایت مقام اړوندو ادارو ته د ځپل‌شویو سیمو د ارزونې ترڅنګ، له ځپل‌شویو کورنیو سره د بېړنیو مرستو په برخه کې د همغږۍ رامنځته‌کېدو سپارښتنې کړې دي.  

تر دې مخکې د لوګر کرنې ریاست مسوولینو ویلي وو چې په یاد ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله سلګونه کورنۍ بېځایه‌کېدو ته اړ شوې دي.

د ویلو ده چې په لوګر سربېره په خوست او میدان‌وردګو ولایتونو کې هم پرونیو او د تېرې شپې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. 

بلخوا د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې نن او سبا هم د هېواد په ځینو ولایتونو کې د سخت سېلابي ورښت اټکل کړی دی.

اړوند خبرونه