د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل کړی دی.
دې ادارې نن (شنبې، د چنګاښ ۷مه) په خبرپاڼه کې ویلي چې سبا (یکشنبې، چنګاښ ۸مه) په کابل، پروان، کاپیسا، نورستان، کنړ، ننگرهار، لغمان، لوگر، میدانوردګ، غزني، زابل، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د تالندې برېښنا او سېلابي ورښت اټکل شته.
هواپېژندنې ادارې په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۵ ملي مترو پورې اټکل کړې ده.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادرې په خبرپاڼه کې همداراز په شمالي، سویلختیځو، او مرکزی ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې په بېلابېلو سیمو کې به یې سرعت په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۸۵ کیلو مترو پورې وي. د ویلو ده چې له تېرو دوو ورځو راهیسې، د خوست، لوګر او میدانوردګو په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې ورښتونو او سېلابونو هېوادوالو ته ځاني او درانه مالي زیانونه اړولي دي.