ډېر لوستل شوي

ټرمپ: غزه کې اوربند ته نږدې شوي یو، ښايي راتلونکې اوونۍ هوکړه وشي

د امریکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې، چې د غزې جګړې پای ته رسولو لپاره هڅې روانې دي او ښايي راتلونکې اوونۍ د اوربند هوکړه وشي.

ټرمپ ویلي، چې دا مهال یوازې امریکا د غزې له خلکو سره مرسته کوي او هڅه کوي د نړۍ هره شخړه، حتی که امریکا پکې ښکېله نه وي، د سولې له لارې حل کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې ایران او اسرائیل د خپلمنځۍ جګړې له امله سخت زیانمن شوي، او د ده په وینا، اوس تهران د خبرو اترو لپاره چمتو دی.

غزې کې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې وروسته هغه مهال بله بڼه خپله کړه، چې د حماس جهادي غورځنګ او اسرائیلو تر منځ پراخ تاوتریخوالی پیل شول او د صهيونيست رژيم پوځ ګڼ بې‌ګنا فلسطينيان شهيدان، معلول او کډوالۍ ته اړ کړل.

اړوند خبرونه