ډېر لوستل شوي

پوهنې وزارت په درېیو میاشتو کې تر یو میلیارد افغانۍ ډېره بودیجه لګولې

د پوهنې وزارت وایي، چې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې یې د ښوونیز نظام د پیاوړتیا لپاره د تېرو درېیو میاشتو په لړ کې ۱ میلیارد، ۴۲ میلیونه او ۲۵۳ زره افغانۍ لګولي دي.

د دغه وزارت ویاند قاري منصور احمد حمزه وايي، دغه بودیجه د وزارت له رسمي سرچينو، همکارو مؤسسو، ولسي ملاتړ او ملي سوداګرو له لوري برابره شوې ده.

د ښاغلي حمزه په وينا، دغه لګښتونه د ښوونځیو د رغنیزو چارو، درسي توکو برابرولو، ظرفیت لوړونې پروګرامونو او نورو ښوونیزو خدماتو په برخه کې ترسره شوي دي.

د ويلو ده، چې د پوهنې وزارت د پراخېدونکو پروګرامونو ترڅنګ د ولس او خصوصي سکتور همکاري د ښوونې او روزنې د ثبات او پرمختګ مهم لامل بلل شوی دی.

اړوند خبرونه